د صربیا په پلازمېنه بلګراد کې لسګونو زرو کسانو پراخ لاریون وکړ

د صربیا په پلازمېنه بلګراد کې د شنبې په ورځ (د مارچ ۱۵مه) لسګونو زرو کسانو د پراخ لاریون په ترڅ کې د حکومت د حساب ورکولو غوښتنه وکړه.

معترضانو د الکساندر ووچیچ د حکومت د ځواب ویلو غوښتنه کوله، چې ولې د نومبر په میاشت کې د اورګاډي په تمځي کې د چت د نړېدو پېښه رامنځته شوه.

دغه پېښه کې چې د نومبر په لومړۍ نېټه د نووي ساد د اورګاډي په تمځي کې رامنځته شوه ۱۵ کسان په کې وژل شوي وو.

دا پېښه د ولسمشر ووچیچ لپاره یوه ستره سیاسي ازموینه بلل کېږي.

ګڼ شمېر لاریون کوونکو چې بیرغونه او شعارونه یې له ځان سره لرل د بلګراد په بیلابیلو سیمو او د صربیا د پارلمان مخې ته راټول شوي وو.

اټکل کېږي چې دا لاریون په سربیا کې وروستیو لسیزو تر ټولو ستر لاریون وي.

معترضو محصلانو له درې میاشتو راهیسې خپلو لاریونونو ته دوام ورکړی، پوهنتونونه یې تړلي، او د صربیا په ۲۰۰ ښارونو او کلیو کې لسګونه زره کسان دې لاریونونو ته یو ځای شوي دي.