د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت مرستیال وايي، شاوخوا ۱۱ زره افغانان په پاکستان او ایران کې بندیان دي.
عبدالرحمن راشد د شنبې په ورځ له شمشاد خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې وویل، "دوه زره او پنځه سوه افغانان په پاکستان او اته زره نور په ایران کې بندیان دي".
د راشد په ټکو، "تراوسه نږدې ۶ زره بندیان د دې هېوادونو له زندانونو ازاد او بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي ".
هغه وړاندې په خپلو خبرو کې ویلي، دواړه هېوادونو ژمنه کړې چې یو زرو پنځه سوه بندیان به د طالبانو حکومت ته سپاري.
خو ښاغلي راشد په دې اړه څه ونه ویل چې دا افغانان په کوم جرم زنداني شوي او کله به افغانستان ته رانتقالیږي.