د افغانستان لپاره د دې سازمان څانګې نن (د کب ۲۵مه) په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې په دې هیواد کې د اروپایي ټولنې د مدني خوندیتوب او بشري مرستو د چارو د مشر فرانسوا ګومانز یو بیان خپور کړې دی چې وايي، د اروپایي ټولنې بشري مرستو IOM ته دا امکان برابر کړی دی چې په افغانستان کې د ژوند ژغورنې فعالیتونو ته دوام ورکړي او د سلګونو زرو هغو افغانانو چې مرستو ته سخت اړدي، لاسنیوی وکړي.
په بیان کې تر ټولو ډېر زیانګالي افغانان چې بیړنۍ او نورې مرستې یې ترلاسه کړي، بیرته راستانه شوي کډوال او د زلزلې له امله زیانمن شوي کسان ښودل شوي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د دغو افغانانو شمیر نژدې دوه لکه کسان ښودلی او ویلي یې دي چې ورسره د شویو بیړنیو او د خوندیتوب د نورو مرستو هدف دادی چې له دوی سره د باعزته ژوند په رغولو کې مرسته وکړي.