د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن شنبې (د کب ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې چې د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پر خپله ایکس پاڼه خپره کړې دغه تړون، د دواړو هیوادونو ترمنځ د متقابل باور د پیاوړتیا پرلور یو مثبت ګام بللی او ویلي یې دي چې د دوی ترمنځ د اوږدمهالي اختلاف د هواري، د سیمې د ثبات او اقتصادي ودې لپاره به لاره پرانیزي.
د طالبانو حکومت د منځنۍ آسیا د دغو هیوادونو ترمنځ د شوي تړون هرکلی داسې مهال کوي چې له دوشنبې سره یې اړیکې ترینګلي ښکاري.
د تاجکستان او قرغزستان د ګډو پولو د ترسیم په اړه دا تړون د تیرې پنجشنبې په ورځ د قرغزستان په پلازمینه بشکیک کې د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان د سفر پرمهال د کوربه هیواد له ولسمشر صدر جباروف ترمنځ لاسلیک شو.
د دواړو هیوادونو ترمنځ د شاوخوا ۹۸۰ کیلومتره اوږدې پولې په اوږدو کې د لانجمنو سیمو پرسر له نژدې ۲۳ کلونو راهیسې خبرې روانې وې.
په سرحدي سیمو کې له دوو خونړیو نښتو وروسته چې د ۲۰۲۱ کال په اپریل او د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر میاشتو کې وشوې او په نتیجه کې یې له سلو زیات کسان ووژل شول او په سلګونو کورونه ویجاړ شول، د دواړو هیوادونو ترمنځ ټولې پولې تړل شوي او ترمنځ یې اړیکي ځنډول شوي وو.