یوه تازه راپور افغانستان هغه هېواد بللی چې وګړي یې د جدي بشري جنایتونو له ګواښ سره مخ دي

په افغانستان کې د تعلیم او کار په پلوي د ښځو اعتراض (آرشیف)

په افغانستان کې د تعلیم او کار په پلوي د ښځو اعتراض (آرشیف)

د خوندیتوب لپاره د نړیوال مسولیت مرکز (GCRP) افغانستان د هغو هیوادونو په ډله کې راوستی دی چې وګړي یې د ډله ییزې وژنې، جنګي او د بشریت ضد جنایتونو په ګډون د جدي جنایتونو له خطر سره مخ دي.

د خوندیتوب د نړیوال مسوولیت مرکز په خپله تازه ارزونه کې ویلي افغانستان د نړۍ د هغو ۱۸ هېوادونو د نوملړ په سر کې دی چې خلک یې د نورو افراطي ډلو د ګواښونو تر څنګ د طالبانو د حکومت له خوا د بشري حقونو له سرغړونو او د نورو جرمونو له ګواښ سره مخ دي.

د خوندیتوب لپاره د نړیوال مسوولیت مرکز Global Centre for the Responsibility to Protect د جمعې په ورځ (د مارچ ۱۴مه) په خپله خپره کړې ارزونه کې له نړیوالو غوښتي چې طالبان دې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د حقونو د سرغړونو له امله حساب ورکولو ته اړ کړي.

د ارزونې له مخې، له افغانستان وروسته په دوهم ځای کې چین او په دریم ځای کې د افریقا د مرکزي ساحل درې هېوادونه، بورکینا فاسو، مالي او نایجر راغلي دي چې خلک یې له پراخو بشري سرغړونو سره مخ دي.

افغان مېرمنې له بشري سرغړونو او ملکي وګړي له خونړیو حملو سره مخ دي.

د ارزونې په ټکو طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان له بیاواکمنېدو راهیسې له نړیوالو قوانینو پراخو سرغړونو ته دوام ورکړی، د ښځو او نجونو پر وړاندې یې سیستماتیک جنسیتي تبعیض تطبیق کړی، د خپلواکو رسنیو پر فعالانو او د بشري حقونو پر مدافعینو یې فشارونه راوستي او د کمزوري دولتي جوړښت تر څنګ یې د نړیوالو مکلیفیتونو عملي کېدو ته ته هم لېواتیا نه ده ښودلې.

یو شمېر افغان میرمنې هم وايي چې طالبانو ترې د کار او زده کړو په ګډون د ژوند هرډول بنسټیز حقونه اخیستي دي.

د غزني ولایت یوې اوسېدونکې او له زده کړو محرومې فتانې ازادي راډیو ته وویل"ښځې او نجونې تر پخوا هم اوس له ډېرو ستونزو سره مخ دي، کار او زده کړې نه شي کولای، په ولایتونو او لیرې پرتو سیمو کې د تاوتریخوالي له کبله حتی خپل غږ نه شی اوچتولای. ښځو ته روغتیایي خدمتونه نه شته، نجونې چې له زده کړو راګرځول شوي، ټولې له نهیلۍ ډک ژوند تېروي او له رواني فشارونو سره مخ دي."

د افغان یوه لیرې پرته سیمه

د افغان یوه لیرې پرته سیمه

په ارزونه کې همداراز راغلي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې پر قومي او مذهبي لږکیو په بېلابېلو سیمو کې بریدونو ته دوام ورکړی او هغوی یې له ګڼو ګواښونو سره مخامخ کړي دي.

دا خبره داسې وخت کېږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان بېلابېل ولایتونه د خونړیو پېښو شاهدان دي. د ډېری دې حملو پړه داعش ډلې منلې ده.

طالبان باید نړیوال مکلفیتونه ومني، د بشري حقونو سرغړونې ودروي.

د خوندیتوب لپاره د مسوولیت نړیوال مرکز د اړینو اقداماتو په برخه کې ویلي چې طالبان باید د افغانستان نړیوال مکلفیتونه ومني، د بشري حقونو سرغړونې ودروي، نړیوال محاکم دې د جرمونو قضایي پروسې ګړندۍ کړي.

دغه راز یې له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر طالبانو دیپلوماتیک او حقوقي فشارونه زیات کړي او له دوی سره دې هر ډول اړیکې باید د بشري حقونو د درناوي په شرط عادي کړي.

په همدې حال کې د رواداري په نوم د بشري حقونو د سازمان مشره شهرزاد اکبر وايي “د افغانستان بشري وضعیت د خورا ډېرې اندېښنې وړ دی. له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو زموږ پرله پسې غوښتنې دا دي چې د نړۍ له هېوادونو سره په همغږۍ کې پر طالبانو لازم فشارونه راوړي څو ښځې او نجونې کار او زده کړې وکړای شي او خلک په هر ډول حقونو او سیاسي مشارکت کې ونډه ولري، دغه راز باید د جرمونو او سرغړونو د مستندولو یو پراخ میکانیزم رامنځته شي تر څو وروسته بیا نړیوالو محاکمو کې وړاندې کړل شي.”

که څه هم د طالبانو حکومت تراوسه د دې ارزونې په اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې یې د افغان ښځو د تعلیم او کار حق د افغانستان کورنۍ مسئله بللې او ادعا یې کړې چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو په ګډون د ټولو وګړو حقونه خوندي کړي دي.

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته د زده کړو او کار په ګډون پر افغان نجونو او ښځو ګڼ بندیزونه لګولي چې افغان میرمنو او نړیوالو ویلي دوی ته د منلو وړ نه دي.

د خوندیتوب د مسوولیت نړیوال مرکز د بشري حقونو اړوند یو بنسټ دی چې هر کال د بېلابېلو هېوادونو بشري وضعیت ارزوي او خپل راپورونو په درې ربعو کې خپروي.