د امریکا مشرانو جرګې د حکومت د لګښتونو لانجمنه مسوده تصویب کړه

د متحدوایالتونو د کانګرس ودانۍ

د امریکا د متحد ایالتونو د مشرانو جرګې یا سنا د حکومتي لګښتونو مسوده تصویب کړه چې له دې سره د حکومتي چارو د جزوي بندیدو مخه ونیول شوه.

د جمعې په ورځ د سنا ۵۴ غړیو د بودیجې طرحې ته موافقې او ۴۶ نورو مخالفې رایي ورکړې.

دا مسوده هغه وخت تایید شوه چې د سنا د اقلیت د مشر چک شومر په ګډون یو شمیر ډیموکراتانو موافقه ورسره وکړه.

د جمهوري غوښتونکو تر واک لاندې استازیو جرګې د اونۍ په پيل کې دا مسوده تصویب کړې وه او حکومت ته یې د مارچ د څوارلسمې تر نیمې شپې پورې وخت ورکړی و، که یې سنا تایید نه کړي حکومتي چارې به په جزیي توګه بندې شي.

دا بودیجه حکومتي لګښتونه د تیرمالي کال په کچه شاوخوا اووه میلیارډه ډالر کموي او دا پیسې پوځي لګښتونو ته ځانګړې کیږي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې خواله رسنۍ ( سوشل تروټ) کې چک شومر ته مبارکي ورکړه او د هغه زړورتیا یې وستایله.