په کابل کې د ایران سفیر وايي، هوډ لري له افغانستان سره د اوبو او انرژۍ د پراختیايي پروژو په پلي کولو کې مرسته وکړي.
علي رضا بیکدلي د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور سره د پنجشنبې په روځ په یوې کتنې کې دا خبره کړې ده.
د طالبانو تر واک لاندې د اوبو او انرژۍ وزارت په یوې خبرپاڼه کې د دې کتنې په اړه ویلي، دواړو چارواکو په افغانستان کې د اوبو د کمښت او اوچکالي په اړه هم خبرې کړي دي.
ایران په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ په برخه کې د همکاري خبره په داسې حال کې کوي چې له مودو راهیسې د ایران او افغانستان ترمنځ د هلمند د سیند د اوبو پر ویش جنجال دی.