سیګار: له افغانستان سره د امریکا ځینو مرستو کې د بشپړې څارنې تګلارې نشته

د امریکا پر مرستو د څار ادارې یا سیګار لوګو

په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار اداره ( سیګار) وایي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د امریکا ځینې مرستې د بشپړې څارنې تګلارې نه لري.

سیګار په یوه راپور کې چې د مارچ په لسمه خپور شوی د بیلګې په ډول د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو.ایف.پي) او د روغتیا نړیوال سازمان ( ډبلیو.ایچ.او) یادونه کړې چې ګواکې مرستو کې یې د څارنې ډاډمنې تګلارې نشته.

سیګار په خپل دغه راپور کې د اتلسو نړیوالو ادارو سره چې امریکا په افغانستان کې ورسره د بشري مرستو په هدف پیسې ورکړي، د نهو نړیوالو ادارو پلټنه کړې.

د دغې ادارې په وینا، په اکثرو دغو سازمانونو کې د روڼوالي او څارنې تګلارې په نظر کې نیول شوي، خو زیاته کړې ده چې د صلاحیتونو د محدودیتونو او د ادارې د نه فعالیت له کبله د حکومت له خوا څارنه په کې د پام وړ کمه شوې ده.

د راپور د موندنو له مخې امریکا د طالبانو له بیاواکمنۍ څخه د ۲۰۲۳ کال تر سپتمبر پورې افغانستان کې همدې مرسته کوونکو ادارو ته څه باندې درې میلیارده ډالر لیږلي دي.

سیګار دې احتمال ته هم اشاره کړې چې د څارنې د بشپړ چوکاټ د نشتون له کبله ممکن طالبانو له دې مرستو ګټه اخیستې وي.
سیګار د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې افغانستان سره د خپلو مرستو څارنه باید ډاډمنه کړي.