د پولنډ له لارې اوکراین ته د امریکا د پوځي مرستو لیږد بیا پیل شو

د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي وایي، د امریکایي او اوکرایني چارواکو ترمنځ په سعودي عربستان کې له شوې موافقې وروسته د پولنډ له سرحدي لارې اوکراین ته د امریکا د پوځي مرستو لیږد بېرته پیل شوی دی.

سیروسکي دغه څرګندونې نن چهارشنبه د مارچ په ۱۲مه په وارسا کې له خپل اوکرایني سیال اندرې سیبیها سره، چې په جده کې له خبرو وروسته بېرته ستون شوی، په یوه خبري غونډه کې وکړې.

نوموړي د پولنډ جنوب ختیځې لویې لوژیستیکي لارې ته په اشاره وویل:
"زه تاییدولی شم چې د جاسیونکا له لارې د وسلو لیږد بېرته په پخوانۍ کچه پیل شوی دی."

واشنګټن تېره اونۍ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ترمنځ په عام محضر کې د لفظي ناندریو په تعقیب له اوکراین سره د پوځي مرستو د ځنډولو اعلان وکړ.

د ازادي راډیو د کرنټ ټایم د راپور له مخې، چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې له سرتېرو سره د مرکو پر اساس چمتو شوی، دغه اقدام په اوکراین کې ډېرې اندېښنې راپورته کړې دي.

یوه سرتېري، چې نوم یې سوکول ښودل شوی او د اوکراین په ختیځ دونیڅک سیمه کې په توپچي جزوتام کې دنده ترسره کوي، وویل:
"موږ ته نورې وسلې راکړئ، او موږ به خپل امنیت تضمین کړو."

هغه زیاته کړه:
"زه فکر کوم چې هر څه به ډېر ژر روښانه شي او موږ به وسلې او نورې مرستې ترلاسه کړو."

د سوکول خبره سمه وه، د اوکراین او متحده ایالاتو د غونډې په پایله کې، چې نهه ساعته یې دوام وکړ او په ترڅ کې یې دواړو لورو د ۳۰ ورځني اوربند پر وړاندیز موافقه وکړه، اوس د مرستو لړۍ بېرته پیل شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان وکړ، چې واشنګټن اوس دغه وړاندیز مسکو ته وړاندې کړی او زیاته یې کړه:
"موږ به دوی ته ووایو چې دا هغه څه دي، چې د میز پر سر دي."

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندرې سیبیها او د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي د مارچ په ۱۲مه په وارسا کې سره وکتل.


اوکراین ته د مرستو ترټولو لوی چمتو کونکي

پراوکراین د روسیې د بشپړ یرغل له پیله د ۲۰۲۴ کال د ډیسمبر تر پایه پورې متحده ایالاتو نږدې ۱۲۳ میلیارد ډالره مالي، بشري او پوځي مرستې چمتو کړې دي، چې دا اوکراین ته د ورکړل شویو مرستو تر ټولو لویه برخه ده.

متحده ایالات له اوکراین سره د وسلو یوازینی لوی مرسته کوونکی دی، او د سرتېري سوکول څرګندونو دا په ډاګه کړه، چې د اوکراین د جګړې د هڅو لپاره د وسلو لیږد بیا پیل څومره مهم دی.

سوکول وویل:
"موږ ډېرې هغه وسلې کاروو، چې په متحده ایالاتو او اروپا کې تولید شوي دي."

په دې جزوتام کې یوه بل سرتېري، چې نوم یې اوډین ښودل شوی، وویل:
"موږ هر هغه څه کوو، چې کولی یې شو، ترڅو [روسي ځواکونه] د نیپروپیتروسک سیمې څخه لرې وساتو. موږ ډېر تلفات ورکوو، ترڅو په خپله خاوره کې د دوی خوځښتونه کم کړو."

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندرې سیبیها په وارسا کې د خبرو پر مهال د ۳۰ ورځني اوربند لپاره د خپل هېواد ژمنې بیا تکرار کړې.

هغه وویل:
"موږ چمتو یو، چې په خپله خوا کې مناسب ټیم جوړ کړو، چې د دې اوربند د پلي کېدو لپاره یې د لارې پر نقشې کار وکړي، که چېرې دا اوربند رامنځته شي."

روسي چارواکو د دې راپور تر چمتو کېدو پورې د جدې د غونډې وړاندیزونو ته ځواب نه دی ویلی.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف د مارچ په ۱۲مه وویل:
"موږ په راتلونکو ورځو کې له امریکایانو سره تماسونه پلان کړي، او تمه لرو، چې په ترڅ کې به یې بشپړ معلومات ترلاسه کړو."