بې پولې ډاکټرانو ټولنه: د شري ناروغۍ له کبله هره ورځ یو ماشوم مړي

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وایي، د ۲۰۲۵ کال له پيله نژدې هره ورځ یو ماشوم د بلخ، هرات، او هلمند په روغتونونو کې د شري یا سرخکان له کبله مري.

د دغه سازمان په یوه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړی راغلي چې د مړینې دغه شمېر د تېر کال همدې مودې پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي.

یاد سازمان ویلي چې د شري له کبله د ماشومانو دا مړینه د اندیښنې وړ ده.

په راپور کې د د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو د استازي میکاییل لي پای په حواله راغلي چې د واکسین تطبیق د شري د مخنیوي یوازنۍ لاره ده.

تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې ۲۰۲۴ کال کې یې په افغانستان کې د شري نژدې ۶۵ زره پیښې ثبت کړي دي.