د افغانو ښځو نړیوالي شبکه (AWNI) په افغانستان کې د ښځو د پیاوړتیا لپاره له لومړنيو مدنی بنسټونو څخه وو چې د افغانستان د نړیدلې جمهوریت پر مهال دننه په افغانستان رامنځ ته شول.
دې شبکې چې هغه مهال مرکز په کابل کې و، په افغان ټولنه کې د ښځو د حقونو لپاره په بېلابیلو برخو کې کار کوو.
خو په ۲۰۲۱ م کال کې پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ وروسته، دننه په افغانستان کې د افغان ښځو شبکې فعالیتونه هم وځنډیدل او ددې شبکې غړې او فعالانې یو شمېر یې له هېواد ووتلې او یو شمېر نورې دننه په افغانستان کې په کورونو کینول شوې.
د افغان ښځو د غږ پورته کولو او د دوی د حقونو د ترلاسه کولو لپاره د مبارزې په موخه اوس دوی غواړې په جلا وطنۍ کې دا بنسټ بیرته فعالیت پیل کړيشینکۍ کړوخیل
د افغانو ښځو نړیوالې شبکې غړي شینکۍ کړو خیل ازادي راډیو ته وویل چې د افغان ښځو د غږ پورته کولو او د دوی د حقونو د ترلاسه کولو لپاره د مبارزې په موخه اوس دوی غواړې په جلا وطنۍ کې دا بنسټ بیرته فعالیت پیل کړي.
د نوموړې په وینا یاده شبکه به د افغانو میرمنو د حقونو لپاره د غږ پورته کولو تر څنګ په جلاوطنۍ کې د افغان میرمنو په مرسته د افغانستان د میرمنو د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې کار وکړي.
نوموړې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو په وړاندې زیاتیدونکې محدودیتونو ته په اشارې وویل چې په اوسنیو شرایطو کې د افغان ښځو د حقونو د فعالانو ترمنځ هماهنګي او هدفمند کار کول تر بل هر وخت اړین دی هغه چې په وینا یې ددې شبکې له مهمو هدفونو څخه دي.
له هغې راهېسې چې د ۲۰۲۱ م کال په اګست میاشت کې طالبان بیا ځلي پر افغانستان واکمن شوي، د لسګونو بیلابیلو فرمانونو له لارې یې پر ښځو پرلپسې محدودیتونه لګولي چې په کې تر شپږم ټولګې پورته د نجونو پر د زده کړو او په ګڼو دولتي او نادولتي ادارو کې د دوی پر کار کولو بندیزونه شال دي.
په دې اړه نور: د طالبانو محدودیتونه او د ښځو پر روغتیايي خدماتو د هغو اغېزد دوشنبې په ورځ نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې یو ځل بیا دې سازمان او غړیو هېوادونو یې له طالبانو وغوښتل چې افغان ښځو ته د زده کړو او کار حق ورکړي او په دې برخه کې د افغانستان نړیوالې ژمنې پر ځای کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې، روزا اوتونبایوا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوشنبې د ورځې غونډې کې د افغانو ښځو پر وضیعت اندیښنه څرګنده کړه .
میرمن اوتونبایوا په افغانستان کې په طبي انسټیټیټونو کې د افغان میرمنو په تعلیم باندې بندیز په هکله وویل چې دا کار نه یوازې د میرمنو بلکې د ټول افغان ولس د روغتیایي خوندیتوب لپاره زیان لري او زیاته یې کړه چې پدې سره به په افغانستان کې د مور او ماشوم مړینه لا ډیره شي.