کاناډا د امریکا پر وارداتو د تعرفې د لوړولو پر وړاندې د ځوابي اقدام خبرداری ورکړی

د امریکا او کاناډا سرحد (آرشیف)

کاناډا وايي د امریکا له لوري د دې هېواد پر وارداتو د تعرفې د لوړولو پر وړاندې به ځوابي اقدام وکړي.

د کاناډا د انرژۍ وزیر جاناتان ویلکینسن پرون له CNN ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، اوتاوا به د امریکا له لوري د تعرفو د لوړولو په ځواب کې سمدستي پر امریکايي وارداتو تعرفه لوړه کړي، خو هغه په عین حال کې زیاته کړه چې کاناډا نه غواړي له امریکا سوداګریزه جګړه پراخه شي.

سپينې ماڼۍ پرون وویل امریکا ته د کاناډا او نورو هېوادونو د فولادو او المونیمو پر وارداتو د ۲۵ سلنه تعرفې عملي کول به نن- چارشنبې پیل شي خو ولسمشر ډونالډټرمپ پرون ماسپښین ژمنه وکړه چې د کاناډا د فولادو او المونیم پر وارداتو تعرفه به ۵۰ سلنې ته لوړه کړي.