بدخشان کې د تښتول شوي ماشوم مړی موندل شوی

بدخشان کې تښتول شوی ماشوم، ارشیف

له بدخشان ولايت څخه ځايي سرچينې وايي، د عثمان نومي لس کلن ماشوم، چې دوه مياشتې وړاندې تښتول شوی و، مړی موندل شوی دی.

د سرچينو په وينا، عثمان د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې د دې ولسوالۍ له ښار وحدت سيمې څخه تښتول شوی و..

په بدخشان کې د طالبانو د پوليسو وياند احسان‌الله کامګار، د دې پېښې پخلی کړی او ويلي یې دي چې د دې ماشوم د قتل په اړه يې پلټنې پيل کړې دي..

د راپورونو له مخې، تښتوونکو د دې ماشوم د تښتونې په موده کې د عثمان له کورنۍ څخه د پيسو غوښتنه کړې وه، خو کله چې يې غوښتل شوې پيسې ترلاسه نه کړې، نوموړی يې وژلی او د بدن ځینې غړي یې ترې پرې کړي دي.

د دې ماشوم کورنۍ د پېښې پخلی کړی او له اړوندو ادارو څخه يې د عاملانو د فوري نيولو او مجازاتو غوښتنه کړې ده.