د بودا مجسمو د یادښت په مناسبت غونډه

د بودا د مجسمې پخوانی انځور چې تر ړنګېدو کلونه مخکې اخیستل شوی

افغان فرهنګیانو او د یونیسکو سازمان د بودا د مجسمو د تخریب د کلیزې په مناسبت یوه غونډه جوړه کړه.
دا غونډه د شنبې په ماښام د سویډن په ستاکهلوم ښار او همداراز په ناروې کې «یوه شپه له بودا سره» تر عنوان لاندې جوړه شوې وه چې پکې د بودا د مجسمو د تاریخ او د افغانستان د یوه تخریب شوي فرهنګي میراث په اړه بحثونه وشول.
همداراز د ښځو د نړیوالې ورځې سره د دې شپې د برابرېدو په مناسبت د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې د ښځو په رول او اهمیت هم خبرې وشوې.
طالبانو د ۲۰۰۱ کال د مارچ په نهمه د خپل پخواني رهبر ملا محمد عمر په امر د بودا مجسمې په بمونو والوزولې.
له هغه وخت شاوخوا ۲۵ کاله تېر شوي.
د بودا مجسمې چې ۵۵ او ۳۸ متره لوړې وې د بهرنیو سیلانیانو لپاره یو زړه راښکونکی مقصد وو.
دا دوه مجسمې د لرغون پوهانو په باور د پنځمې او شپږمې میلادي پېړۍ تر منځ د صلصال یا وچ ګل او شهمامه یا ملکې په نوم تراشل شوي وو.
یونسکو د دغو دوو بې سارو نړیوالو میراثونو ویجاړول یو فرهنګي قتل عام بللی وو.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې ډلې له بیا واکمنېدو وروسته ویلي وو چې د بودا مجسمې د وخت د محکمې د حکم له مخې ترسره شوي.