سوریه کې تازه نښتو کې تر ۳۴۰ زیات ملکیان وژل شوي

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې یوه غړي، رامي عبدالرحمان، نن رویټرز اژانس ته ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې د سوریې امنیتي ځواکونو او د هغوی ملاتړ کوونکو تر ۳۴۰ ډېر ملکیان وژلي دي.

رامي عبدالرحمان زیاتوي چې د دې ملکیانو اکثریت علویان دي.

د سوریې د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي و، چې د اسد د رژیم د وسله‌والو پر ضد د حکومتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال، په انفرادي توګه سرغړونې شوي دي، او په دې برخه کې به تحقیقات وشي.

رویټرز اژانس څرګندوي چې په خپلواکه توګه د دې راپورونو پخلی نه‌شي کولی.