ملګرو ملتونو د مارچ د اتمې، د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو لګول شوي بندیزونه لرې کړي.
په دې اړه، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، روزا اوتنبایوا، ویلي:
"ملګري ملتونه له افغان ښځو او نجونو سره خپل بشپړ پیوستون ښکاره کوي او له ټولنیز ژوند څخه د دوی تدریجي ایستل غندي."
په داسې حال کې چې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت هیڅ رسمي اعلامیه نه ده خپره شوې، د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د ایکس/ پخواني ټویټر په یوه پوسټ کې ادعا کړې:
"د اسلامي قانون او د افغاني ټولنې له کلتور او دودونو سره سم، د افغان ښځو اساسي حقونه خوندي دي."
ملګرو ملتونو په خپل بیان کې د نړۍ له ټولو هیوادونو غوښتنه کړې چې د افغان ښځو د غږ پورته کولو، د دوی د مقاومت، مشرتابه، او راتلونکې لپاره پانګونه وکړي او عملي ګامونه واخلي.
د نړیوالې ټولنې فشار سره سره، طالبان لا هم پر خپل دریځ ولاړ دي او تر دې دمه یې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د نرمولو کومه نښه نه ده ښکاره کړې.