د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، غواړي د ايران د اټومي پروګرامونو په اړه له دغه هېواد سره خبرې اترې وکړي او تېره پنجشنبه يې د ايران مشرانو ته يو ليک استولی دی. ولسمشر ټرمپ وويل چې هيلهمند دی د ايران اسلامي جمهوريت، چې د امريکا د نږدې متحد اسرائيل سرسخته دښمن دی، له خبرو اترو سره موافقه وکړي.
ښاغلي ټرمپ د فاکس بيزنس شبکې سره په يوه مرکه کې، چې د جمعې په ورځ خپره شوه، وويل، هيله لري ايران د خبرو اترو مېز ته حاضر شي، ځکه چې دا به د ايران لپاره ډېر ښه وي.
هغه زياته کړه چې باور لري ايران به د دې ليک پيغام درک کړي، که نه نو امريکا به بل څه وکړي، ځکه چې د ولسمشر ټرمپ په وینا، نه شي کولی چې نړۍ کې یوه بله اتومي وسله وزغمي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت تر اوسه د ښاغلي ټرمپ دې څرګندونو ته کوم ځواب نه دی ويلی.
دا ليک د ايران مشر آيت الله علي خامنهاي ته لېږل شوی دی. ټرمپ ټينګار وکړ چې له ايران سره د چلند لپاره دوه لارې شته: پوځي لاره يا یو جوړ جاړي ته رسیدل. هغه وويل چې جوړ جاړی يې غوره بولي، ځکه چې نه غواړي ايران ته او د هغه په وينا د دې هېواد سترو خلکو ته زيان ورسېږي.