د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، د دې سازمان د مرکزي بیړني غبرګون صندوق ۱۹میلیونه ډالر افغانستان سره د مرستې لپاره ځانګړي کړي دي.
په هغې ویډيو کې چې اوچا پرون پنجشنبې پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر خپره کړې د یوناما مرستیال انډریکا رټواټه ویلي،" په ۲۰۲۵کال کې نژدې ۲۳میلیونه افغانان د ژوندۍ پاتې کیدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري".
رټواټه وړاندې د ملګرو ملتونو د مرکزي بیړۍ غبرګون صندوق څخه مننه کړې او ویلي دي دغه پیسې به افغانستان کې اړمنو خلکو ته د لومړنیو مرستو په رسولو ولګوي.
له دې وړاندې د اوچا په ګډون یو شمیر نورو نړیوالو سازمانونو ویلي وو، د افغانستان سم نیمي نفوس بشري مرستو ته اړمن دی چې د دې سازمانونو په ټکو اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو رسولو لپاره د کافي بودیجې له کمښت سره مخ دي.