امریکا وايي، نورو هېوادونو کې د بندي امریکایانو د خوشې کېدو جدي هڅې پیلوي

ه نورو هیوادونو کې د نیول شویو امریکایانو د خوشې کېدو په خاطر د بیرغ پورته کېدو مراسم

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د هغو امریکایانو د خوشې کولو لپاره به په لنډو ورځو کې جدي هڅې پیل کړي، چې په بهرنیو هیوادونو کې بې‌ګناه په زندانونو کې پراته دي.

په واشنګټن کې د بهرنیو چارو په وزارت کې پرون، په نورو هیوادونو کې د نیول شویو امریکایانو د خوشې کېدو په خاطر د بیرغ پورته کېدو مراسم ترسره شول.

دې مراسمو ته د یرغمل کېدو په چارو کې د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي ادم بویلر وویل چې د دوی تګلاره دا ده چې ټول نیول شوي بې‌ګناه امریکایان بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

ښاغلي بویلر زیاته کړه چې په راتلونکو څو ورځو کې به په دې اړه یوشمېر اعلانونه وشي، خو نوموړي په دې برخه کې نور جزییات ورنه‌کړل.

په افغانستان کې د ویلیم مک‌کینتي او محمودشاه حبیبي په ګډون یوشمېر امریکایان د طالبانو په بند کې دي.