ټرمپ: که پاتې اسراییلي یرغمل خوشې نه شي، حماس ته به ډېرې بدې پایلې ولري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی که پاتې اسراییلي یرغمل خوشې نه شي، نو ډېرې بدې پایلې به ولري او د حماس افراطي ډلې مشرانو ته یې د تېښتې لپاره ضرب الاجل ټاکلی دی.

حماس، چې د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګره ډله ګڼل کېږي، د ولسمشر ټرمپ د دغه خبرداري په غبرګون ویلي، که په غزې تړانګه کې دایمي اوربند وشي، نو ټول اسراییلي یرغمل به خوشې کړي.

ټرمپ، چې د اسراییلو کلک ملاتړ کوي، پرون ناوخته وویل، اسراییلو ته به "هر هغه څه چمتو کړي، چې د کار د ترسره کولو لپاره ورته اړتیا لري."
هغه د یو شمېر خلاصو شویو پخوانیو یرغملو سره تر لیدو وروسته، په ټولنیزه شبکه "Truth" کې ولیکل: "ټول یرغمل شوي کسان اوس خوشې کړئ، وروسته نه، او سمدلاسه د هغو ټولو کسانو جسدونه بیرته وسپارئ چې وژلي مو دي، که نه، نو دا به تاسو ته ګرانه پرېوزي."

له دې مخکې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو هم خبرداری ورکړی و، که حماس پاتې یرغمل خوشې نه کړي، نو "داسې عواقب به وویني، چې تصور یې هم نه شي کولای."

اسوشیتید پرېس تازه راپور ورکړی چې حماس د ټرمپ د خبرداري په غبرګون کې ویلي، که په غزه تړانګه کې دایمي اوربند وشي، نو ټول اسراییلي یرغمل به خوشې کړي.

همداراز، حماس د امریکا ولسمشر ټرمپ او د اسراییلو صدراعظم نتنیاهو تورن کړي چې د جنورۍ په میاشت کې لاسلیک شوی اوربند یې نقض کړی دی.

په همدې حال کې، سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې دوی له حماس سره مستقیمې خبرې کړې دي. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې امریکا څنګه له ترهګرو ډلو سره مستقیمې خبرې کوي، وویل:
"ځانګړی استازی، چې په دغو مذاکرو کې ښکېل دی، له هر چا سره د خبرو واک لري، او له اسراییل سره په دې مسله مشوره شوې وه. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د امریکا د ګټو لپاره له خلکو سره خبرې کول، یوه داسې مسله ده چې ولسمشر ټرمپ ثابته کړې ده."

اکسیوس خبري اژانس د امریکايي چارواکو او حماس ترمنځ د مستقیمو خبرو راپور ورکړی. د راپور له مخې، د یرغملو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی ادم بوهلر (Adam Boehler) له حماس سره د خبرو په حال کې دی.

د غزې د اوربند لومړی دور، چې ۴۲ ورځې یې دوام وکړ، د کب/حوت په ۱۲مه پای ته ورسېد، خو د دویمې مرحلې د اجرا لپاره خبرې لا نتیجه نه ده ورکړې.

په دغه اوربند کې حماس لږ تر لږه ۲۵ ژوندي یرغمل او د ۸ وژل شویو یرغملو جسدونه اسراییلو ته وسپارل، همدارنګه ۵ ټایلندیان یې هم خوشې کړل.

په بدل کې، اسراییل له خپلو زندانونو څخه نږدې ۲۰۰۰ فلسطیني بندیان خوشې کړل.

د حماس لخوا د اکتوبر په ۷مه پر اسراییلو د برید پر مهال د ۲۵۱ یرغمل شویو کسانو له ډلې ۵۸ لا هم په غزه کې شته. له دې ډلې اسراییلي پوځ وايي چې ۳۴ یرغمل وژل شوي او جسدونه یې له حماس سره پاتې دي.