د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی که پاتې اسراییلي یرغمل خوشې نه شي نو غزه به نوره هم ویجاړه شي، او د حماس افراطي ډلې مشرانو ته یې د تېښتې لپاره ضرب الاجل ورکړی.
حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګره ډله ګڼل کېږي.
ښاغلي ټرمپ، چې د اسراییلو کلک ملاتړ کوي، پرون ناوخته وویل اسراییلو ته به "هر هغه څه چمتو کړي چې د کار د ترسره کولو لپاره ورته اړتیا لري."
هغه د یو شمېر خلاصو شویو پخوانیو یرغملو سره له لیدنې وروسته، په خپله ټولنیزه شبکه "Truth" کې ولیکل: "ټول یرغمل شوي کسان اوس خوشې کړئ، وروسته نه، او سمدلاسه د هغو ټولو کسانو جسدونه بیرته وسپارئ چې وژلي مو دي، که نه نو دا به تاسو ته ګرانه پریوزي."
ښاغلي ټرمپ دا خبرداری څو ساعته وروسته له هغه ورکړ چې د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ اعلان وکړ چې امریکایي چارواکو د حماس له چارواکو سره مستقیمې "خبرې " کړې دي.
د حماس لخوا د اکتوبر په ۷مه پر اسراییلو د برید پر مهال د ۲۵۱ یرغمل شویو کسانو له ډلې څخه ۵۸ یې لا هم په غزه کې شته (چې د اسراییلي پوځ په وینا ۳۴ یې وژل شوي دي).