اوسنی راپور چې ملګرو ملتونو نن په خپله پاڼه خپور کړی له سیاسي تحولاتو نیولې تر امنیت، بشري حقونو، مرستو او د یوناما په ملاتړ باندې څرخیږي.
په راپور کې ویل شوي چې اوسنیو افغان چارواکو طبي زده کړو ته د ښځو د لاسرسي په اړه نوي محدودیتونه لګولي او د "امرباالمعروف او نهی عن المنکر" قانون په پلي کولو سره یې د ښځو ژوند لا محدود کړی.
په ۲۰۲۱ کال کې، وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان کنټرول واخیست، دوی د شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو منع کړې.
طالبانو همداراز ښځې په غیر دولتي موسسو کې له کاره منع کړې او په دولتي ادارو کې یې هم پر کارونو ګڼ بندیزونه ولګول. دوی تر هغه مخکې ښځې له پارکونو، عمومي حمامونو، تفریح ځایونو او له محرم پرته د اوږده واټن له سفر منع کړې.
د طالبانو محدودیتونه که څه هم نړیوالې ټولنې په پراخه کچه غندلي خو د دوی چارواکو لا د خپلو پالیسیو په بدلولو کې کوم نرمښت نه دی ښوولی.