د بښنې نړیوال سازمان د زده کړو د فعال وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه

وزیر خان د نجونو او هلکانو لپاره ښوونځي جوړ کړی

د بښنې نړیوال سازمان په کابل کې د زده کړو د فعال وزیر خان د نیولو په اړه اندیښنه ښودلې او د هغه د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ ( د کب ۱۵مه) پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي، یوه اونۍ کیږي چې د طالبانو استخباراتو دغه فعال نیولی، خو زیاته کړې ده چې کورنۍ یې د هغوی د ځای ځایږي په اړه معلومات نه لري.

وزیرخان په افغانستان کې د نجونو او هلکانو د زده کړو لپاره کمپاینونه کول او د خپلو فعالیتونو انځورونه یې پر خپلو ټولنیزو پاڼو خپرول.

سازمان د طالبانو له حکومته غوښتي چې دغه فعال سملاسي او له کوم شرط پرته خوشې کړي.

طالبانو تراوسه د هغه د نیولو په اړه رسمي تبصره نه ده کړې.

د هغه د کورنۍ غړو دوه ورځې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د وزیر خان د وضعیت په اړه اندیښنه لري او هیڅوک یې د حال په اړه معلومات نه ورکوي.