کانګرس ته د ټرمپ لومړنۍ وینا، د بهرنۍ تګلارې او کورني سیاست مهم ټکي یې څه و؟

کانګرس ته د ډونالډ ټرمپ خبرې

ډونالډ ټرمپ تېره شپه د کانګرس دواړو جرګو ته په لومړنۍ وینا کې د بهرني او کورني سیاست مهم اړخونه را وسپړل او ادعا یې وکړه چې امریکا یې په ښه لوري روانه کړې ده. د هغه د خبرو پر مهال ډیموکراتانو اعتراض هم کاوه چې ترڅ کې یې د کانګرس یو ډیموکرات غړی له غونډې و ایستل شو.

په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین او امریکا د ولسمشرانو تر لفظي‌ شخړې یوه اونۍ وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، اوکراین د سولې خبرو او د خپلو کاني زیرمو تړون ته چمتوالی ښودلی دی.

ټرمپ تېره شپه ( د مارچ ۴مه) د امریکا د کانګرس دواړو جرګو ته په وینا کې وویل چې اوکرایني سیال یې په دې اړه یو لیک ورته لیږلی دی.

هغه ویلي، ولودمیر زلنسکي په دغه لیک کې لیکلي چې د خپل هېواد د جګړې د پای ته رسیدو په خاطر له روسیې سره خبرو او " هر وخت" د خپلو کاني زیرمو په اړه امریکا سره تړون ته چمتو دی.

ټرمپ ویلي، دغه لیک کې راغلي چې اوکراینیان تر هر چا ډير د سولې غوښتنه لري او هر څومره ژر چې امکان وي، د مذاکرې میز ته حاضریږي.

خپله زلنسکي هم پرون سه شنبې د ډونالډ ټرمپ تر وینا مخکې ویلي و چې هیڅوک دوامداره جګړه نه غواړي او په خبره یې دی او ټیم یې چمتو دی چې د ټرمپ تر " پياوړې مشرتابه" لاندې تلپاتې سولې ته ورسیږي.

د اوکراین د جګړې ناخوالې او لګښتونه

د امریکا ولسمشر په خپله بیګنۍ وینا کې د اوکراین د جګړې ناخوالو ته په اشارې وویل، د جګړې له کبله هره اونۍ شاوخوا دوه زره ځوان اوکراینیان او روسان وژل کیږي.

هغه زیاته کړه چې دی غواړي دغه جګړه و دروي او ادعا یې وکړه چې د اوکراین په جګړې تراوسه د امریکا شاوخوا ۳۵۰ میلیارده ډالر او د اروپا سل میلیارده ډالر مصرف شوي دي.

د اوکراین د جګړې د لګښتونو په اړه بیا اروپایي مشران د ټرمپ له خبرو سره یوه خوله نه دي.

د ( Kiel) په نوم د جرمني یوه انستیتیوت ویلي، متحده ایالتونو تراوسه د اوکراین پر جګړې شاوخوا ۱۱۴ میلیارده یورو او اروپایي ټولنې ۱۳۲ میلیارده یورو لګولي دي.

ټرمپ د اوکراین د نرم دریځ په اړه دغه خبرې داسې مهال وکړې چې متحده ایالتونو یوه ورځ مخکې له اوکراین سره ټولې پوځي مرستې وځنډولې.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي د فبرورۍ په اته ویشتمه په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر سره په لفظي شخړه واوښت او د اوکراین د کانونو هغه هوکړه یې لاسلیک نه کړه چې تمه یې کېده.

ډونالډ ټرمپ د مارچ په دریمه رسنیو ته وویل، فکر نه کوي چې د کانونو هوکړه دې ترلاسه شي.

ټرمپ په بیګنۍ وینا کې له زلنسکي سره لفظي شخړې ته اشاره ونه کړې، خو وې ویل دوی له یوه بل سره کار کوي او ډیر څیزونه پیښیږي.

منځنی ختیځ

هغه د غزې جګړې او د منځني ختیځ تحولاتو ته هم اشاره درلوده او وې ویل، منځني ختیځ کې ښه خبرونه په لاره دي.

هغه وویل، دی د حماس له خوا چې متحده ایالتونه او اروپا یې د ترهګرو په توګه پيژني، د ټولو برمته شویو اسراییلیانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

کډوال او کورنی سیاست

ښاغلي ټرمپ د دې وینا په ترڅ کې امریکا ته د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي له هڅو نیولې، د چین، کاناډا، مکسیکو او نورو هېوادونو پر وارداتو د تعرفې تر لوړولو پورې د امریکا د بېلابېلو کورنیو او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

ټرمپ د خپلو کورنیو سیاستونو په اړه هم تفصیلي خبرې وکړې او وې ویل، حکومت یې پدې تیرو ۴۸ ورځو کې دومره ډیرې لاسته راوړنې درلودې چې اکثریت حکومتونو په څلورو یا اتو کالونو کې نه درلودې.

هغه وویل، " په تیرو شپږو اوونیو کې ما نژدې ۱۰۰ اجرائیوي فرمانونه لاسلیک کړل او په ټول هیواد کې د سالم عقل، خوندیتوب، خوشباورۍ او دولت بیرته ژوندي کیدو لپاره مې څه د پاسه ۴۰۰ اجرائیوي اقدامات وکړل".