تورخم کې د پاکستاني او طالب ځواکونو ترمنځ نښته شوې

په تورخم کې نن چهارشنبه غرمه مهال یو ځل بیا د دواړو لورویو د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ جګړه شوې ده.

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت یوې سرچینې چې له تورخمه یې ازادۍ راډيو سره خبرې کولې وویل، جګړه وروسته له هغه پيل شوه چې د پاکستان یوې وړې بې پيلوټه الوتکې د دوی پر یوې پوستې برید وکړ.

سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم او غږ خپور شي زیاته کړه چې دغه برید کې چاته زیان نه دی اوښتی.

د سرچینې په ټکو دواړه لوري یو د بل پر اهدافو د توپونو او نورو درنو وسلو ډزې کوي.

جګړه د لومړي ځل لپاره د دوشنبې په شپه ونښته چې دواړو لوریو ته یې مرګ ژوبله او مالي زیانونه واړول.

د سه شنبې په شپه هم دواړو لور ډزې سره تبادله کړې وې.

تورخم د فبرورۍ له ۲۱مې را په دې خوا د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ په وړاندې تړل شوی دی
دغلته د جګړې له دواړو لوریو ته سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي او خوندي سیمو ته تللي دي.