طالبان وايي چې په تخار ولایت کې یې څه باندې شپږ ټنه تریاک کشف او ضبط کړي دي

د طالبانو ځواکونه د ګاز له ټانکر څخه د تریاکو د راایستلو په حال کې

د طالبانو امنیتي چارواکي په تخار ولایت کې د څه باندې ۶ ټنه تریاکو د کشف او ضبط خبر ورکوي.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اکبر حقاني ویلي دي چې د طالبانو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۶۲۹۹ کیلوګرامه تریاک ضبط شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا تریاک د ګاز په یوه لوی ټانکر کې ځای پرځای شوی وو، او په تړاو یې دوه مشکوک کسان نیول شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې دومره ډېر تریاک په یوځل عملیاتو کې نیول کېږي.

افغانستان پخوا په نړۍ کې د مخدرو موادو لوی تولیدوونکی هېواد و. د کورنیوچارو وزارت ویاند ښاغلي قانع ویلي دي چې د دوی حکومت غواړي د کوکنارو کښت صفر ته راکښته کړي.