جرمني پر افغان نجونو د محدودیتونو د لګولو له کبله طالبان وغندل

د جرمني د بهرنیوچارو وزیره انالینا بایربوک

د جرمني د بهرنیوچارو وزیرې انالینا بایربوک په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د محدودیتونو د لګولو له کبله طالبان وغندل.

مېرمن بایربوک پرون (د کب ۱۴مه) په برلین کې د څرګندونو پرمهال وویل چې طالبانو عملا د افغانستان نیمايي وګړو ته عمومي زندان جوړ کړی دی. هغې خبرداری ورکړ چې د طالبانو دا کار به خامخا عواقب ولري.

د جرمني د بهرنیوچارو وزیرې دا څرګندونې د افغان فعالانو په ګډون په جوړ شوي کنفرانس کې وکړې. په دې کنفرانس کې غوښتنه وشوه چې باید له طالبانو سره د ملګروملتونو له سیداو CEDAW کنوانسیون څخه د سرغړونو له کبله حساب کتاب وشي.

سیډاو یا د ښځو په وړاندې د هرراز تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون- د م. م له تایید وروسته له ۱۹۷۹ کال راهیسې نافذ دی. افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې له دې کنوانسیون سره یوځای شو خو طالبان وايي، دوی هغو کنوانسیونونو ته ژمن نه دي چې پخوانیو حکومتونو لاسلیک کړي دي.