د امریکا مرستیال ولسمشر د اوکراین په اړه د خپل دریځ ننګه وکړه

د امریکا ولسمشر او مرستیال ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین له ولسمشر سره د خبرو پرمهال، ارشیف

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس د خپلو هغو خبرو ننګه کړې چې ویلې يې و، په اوکراین کې د اروپا د سوله ساتو ځواکونو ځای پر ځای کول به د روسیې د بیا حملې د مخنیوي لپاره کافي نه وي.

د ونس دې خبرو توند غبرګونونه پارولي و، خو هغه سه شنبه د خپل دریځ د دفاع ترڅنګ وویل، یوازنی کس چې ښکاري یوه ستراتیژي لري، هغه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دی.

جي ډي ونس له فاکس نیوز سره په مرکه کې چې د دوشنبې په شپه خپره شوه ویلي، اوکراین ته به ښه داوه چې له واشنګټن سره یې د خپلو معدني موادو د هوکړې پیشنهادي متن لاسلیک کړی وی.

د ونس په خبره له دې سره به اوکراین ته امنیتي تضمین ورکړل شوی و او دا تضمین به د هغه هېواد له شل زره سرتیرو څخه ښه و چې دیرش-څلویښت کاله یې جګړه نه ده کړې.

دا مرکه په سپینه ماڼۍ کې د امریکا او اوکراین د ولسمشرانو د ډونالډ ټرمپ او ولودمیر زلنسکي تر لفظي شخړې وروسته خپره شوه.

ټاکل شوې وه چې هغې غونډه کې د اوکراین معدني زیرمو ته د امریکا د لاسرسي هوکړه لاسلیک شي، خو داسې ونه شول او بیا ټرمپ زلنسکي تورن کړ چې سولې ته چمتو نه دی.