په بنو کې ځانمرګي برید او ډله ییزې حملې مرګ ژوبله اړولې ده

پاکستان کې ناکراري، ارشیف

د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې د پوځ پر یوه مرکز د برید پرمهال لږترلږه ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي چې درې ماشومان هم پکې دي.

یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل، دوو ځانمرګو بریدګرو پرون ماښام د روژه ماتي پرمهال لومړی خپل چاودیدونکي توکي والوزول او بیا نور وسله وال مرکز ته ننوتل. له برید څو ساعته وروسته هم په مرکز کې دننه ډزې روانې وې.

د فرانسپرس خبري آژانس د خبر له مخې په چاودنو کې ۳۲ نور کسان ټپیان شوي دي. د بريد مسووليت د جيش الفرسان محمد په نوم وسله والې ډلې منلی دی.

صدراعظم شهباز شریف او ولسمشر آصف علي زرداري دا برید غندلی دی. په بنو کې د تېر کال په دوبي کې هم د پوځ پر یوه مرکز په موټربم برید کې پوځیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې وه.