د افغانستان یوشمېر مدني او حقوقي فعالانو په برلین کې د جرمني له چارواکو سره پرون تر غونډې وروسته ویلي اوس تر هر وخته زیات افغانستان کې " د عدالت او حساب ورکونې" وخت دی.
د افغانستان د شاوخوا پنځوس مدني او بشري بنسټونو استازیو د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په کوربه توب دغې غونډه کې ویلي، د افغانستان اوسني واکمنان باید د سیډاو (CEDAW) کنوانسیون د نقض له کبله ځواب ویونکي وګڼل شي.
دغو بنسټونو پرون سه شنبه ترغونډې وروسته په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د ښځو او نجونو په وړاندې ۱۳۸ فرمانونه او اقدامات کړي چې دوی له تبعیضه ډک بللي دي.
دوی په خپله اعلامیه کې ویلي چې د عدالت غوښتنې له غږه یې باید نړیوال په ځانګړې توګه د سیډاو کنوانسیون د رهبرۍ غړي ملاتړ وکړي.
سیډاو یا د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د لمنځه وړلو کنوانسیون د ملګرو ملتونو له تایید وروسته له ۱۹۸۱ کال راهیسې نافذ دی.
افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې دغه کنوانسیون سره یوځای شو.
طالبانو بیا ویلي، دوی هغو ټولو کنوانسیونونو ته ژمن نه دي چې پخوانیو حکومتونو لاسلیک کړي دي.