د اوکراین صدراعظم وايي چې هېواد یې له امریکا سره د اړیکو دوام غواړي

د اوکراین صدراعظم دینیس شمیهال یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال (آرشیف)

د اوکراین صدراعظم له خپل هېواد سره د امریکا د پوځي مرستو د ځنډېدو په اړه د راپورونو په غبرګون کې ویلي دي چې کییف له متحدوایالتونو سره د اړیکو دوام ته ژمن دی.

د امریکايي چارواکو له قوله په راپورونو کې ویل شوي چې ولسمشر ډونالډټرمپ له خپل اوکرایني سیال ولودیمیر زیلینسکي سره په خپل دفتر کې له لفظي لانجې وروسته له اوکراین سره د امریکا ټولې پوځي مرستې ځنډولې دي.

که څه هم امریکايي چارواکو رسما په دې اړه څه نه دي ویلي خو د اوکراین صدراعظم دینيس شمیهال نن (د مارچ ۴مه) یوې خبري غونډې ته د خبرو پرمهال وویل چې د امریکا د مرستو د ځنډېدو په اړه تراوسه معلومات نه شته مګر هغه ټینګار وکړ چې اوکراین قطعي پرېکړه کړې چې له متحدوایالتونو سره همکارۍ ته به دوام ورکوي.

ښاغلي شمیهال دا یادونه هم وکړه چې امریکا د اوکراین یو مهم شریک دی او غواړي له امریکا سره اړیکي وساتي. نوموړي زیاته کړه چې کییف چمتو دی له امریکا سره د اوکراین د طبیعي منرالونو اړوند تړون چې په سپینه ماڼۍ کې د زیلینسکي او ټرمپ له لفظي شخړې وروسته بې برخلیکه پاتې شو، لاسلیک کړي.