د سوریې پوځ په لاذقیه کې د بشاراسد د پرځېدلي رژیم د پلویانو پرضد عملیات پیل کړي دي

د سوریې وسله والو ځواکونو په ساحلي ښار لاذقیه کې وروسته له هغه پوځي عملیات پیل کړل چې د بشاراسد د پرځېدلي رژیم پلوي ملېشو د پوځ دوه سرتېري ووژل.

د سوریې دولتي خبري آژانس سانا نن (د کب ۱۴مه) د سرچینو په حواله راپور ورکړ چې دا سرتېري د لاذقیې په داعتور سیمه کې وژل شوي دي. لاذقیه د اسد د رژیم د ملاتړ پخوانی مرکز بلل کېږي او علوي اقلیت چې د اسد کورنۍ ورسره تړلې ده، ترډېره په همدې ښار کې اوسي.

په خبر کې راغلي دي چې د کورني امنیت ادارې په دې سیمه کې پراخ عملیات پیل کړي دي څو د دې ملېشو وسله وال ونیسي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې روانه جګړه څاري وايي چې د سوریې دفاع وزارت په سیمه کې سرتېري له زغرګاډو او ټانکونو سره ځای پرځای کړي څو هغه کسان چې د ملي امنیت د ځواکونو پر غړو یې برید کړی پیدا کړي او ویې نیسي.

د سوریې په بېلابېلو سیمو کې په وروستیو کې د ډزو او نښتو پېښې شوي چې تر ډېره د اسد د رژیم پلویان پکې ښکیل بلل شوي دي.