د ملګروملتونو د امنیت شورا د راروانې دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه ناسته کوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناسته، انځور له ارشیف څخه

په پام کې ده چې د ملګروملتونو امنیت شورا راتلونکې دوشنبې د افغانستان په اړه بحث وکړي.

د ملګروملتونو د سیاسي او سوله ایزو چارو برخې پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي، دا غونډه د مارچ په لسمه د ډنمارک په نوښت، چې د امنیت شورا نوبتي مشري کوي جوړېږي او په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشره روزا اوتونبایووا به هم پکې حاضره وي.

د دې غونډې د اجنډا په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي خو بشري حقونه او په تېره د نجونو او ښځو پر تعلیم او کار بندیزونه او همداراز د خلکو اقتصادي ستونزې هغه مسایل دي چې په تېرو څه کم څلورو کلونو کې د افغانستان په اړه د امنیت شورا د بحثونو اجنډاګانې جوړوي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې یوناما د افغانستان په اړه منفي تبلیغ کوي. باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي د ښاغلي مجاهد له قوله لیکي چې نوموړی وايي، یوناما په خپلو راپورونو کې حقایق نه وړاندې کوي او کوچني موضوعات لویوي.