د راپورونو له مخې ښاغلي ټرمپ دوشنبه ناوخته دا پرېکړه کړې ده.
دا وروسته له هغه چې تېره اوونۍ ټرمپ او د هغه اوکراییني سیال ولودومیر زیلینسکي تر منځ په سپینه ماڼۍ کې لیدنه په لفظي شخړو سره بې نتیجې پای ته ورسېده.
رویټرز خبري اژانس د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړی چې متحده ایالات اوکراین ته خپلې مرستې ځنډوي او بیا یې بیاکتنه کوي "ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دا مرستې یوې حل لارې ته زمینه برابروي"
د بلومبرګ او فاکس نیوز د راپورونو له مخې، اوکراین ته د امریکا د پوځي مرستو ځنډول به تر هغه وخته پورې دوام وکړي چې ټرمپ دې پایلې ته ورسیږي چې د اوکراین مشران سولې ته صادقانه ژمنتیا لري.
فاکس نیوز د ټرمپ ادارې د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړ چې "دا د مرستو دایمي درول نه دي، بلکې لنډمهاله ځنډ دی."
له دې مخکې، متحده ایالاتو د مارچ په ۳مه په زیلینسکي فشار زیات کړ چې د اوکراین د جګړې د بندولو لپاره یوې موافقې ته د رسیدو لپاره د واشنګټن د هڅو ملاتړ وکړي.