د جرمني په منهایم ښار کې یوه چلوونکي خپل موټر په یوه بازار کې د خلکو ګڼه ګوڼې ته دننه کړی چې په نتیجه کې یې یوتن وژل شوی او یوشمېر نور ټپیان دي.
پولیسو تراوسه دا پېښه برید نه دی بللی خو وايي چې مشکوک کس یې نیولی دی.
د منهایم د پولیسو ویاند ستیفان ویلهیلم وویل چې له نیول شوي مشکوک کس څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي. ویاند زیاته کړه چې په سیمه کې د پولیسو عملیات روان دي او سپارښتنه یې وکړه چې خلک دې د ښار په مرکزي برخه کې تګ راتګ نه کوي. د بادین وورتیمبرګ سیمې والي توماس ستروبل د جرمني خبري آژانس ته ویلي دي چې د پېښې عامل د یوه څېرمه ایالت څلوېښت کلن جرمن اوسېدونکی دی.
تېره میاشت یوه ۲۴ کلن افغان پناه غوښتونکي هم د جرمني په مونشن ښار کې د یوې مظاهرې ګډونوال تر موټر لاندې کړل چې په نتیجه کیې یوه دوه کلنه ماشومه او د هغې مور مړه او ګڼ نور کسان ټپیان شول.