علي امین ګنډاپور وايي تورخم باید پرانیستل شي

تورخم

تورخم

د پاکستان د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د تورخم د بیا پرانیستلو او یو لړ نورو مساییلو په اړه په پېښور کې د طالبانو له جنرال قونسل حافظ محب الله شاکر سره لیدلي. د خیبرپښتونخوا د حکومت په بیان کې راغلي چې دوی دواړو یکشنبه ناوخته سره لیدلي.

په بیان کې د ګنډاپور په حواله تایید شوې چې د تورخم بندېدو د دواړو خواو خلکو ته سخت تاوان اړولی او اړتیا ده چې لار ژر تر ژره خلاصه شي.

ګنډاپور ویلي چې په سیمه کې بد امني دواړه خواوې اغېزمني کړي.

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر نه دي ویلي چې څه وخت به تورخم بیا پرانیستل کېږي.

د طالبانو حکومت وايي چې پاکستاني لوري د فبروري له ۲۱مې تورخم په یو اړخیزه توګه تړلی.
د دې کار دلیل د طالبانو له خوا د پوستو جوړول یاد شوي چې پاکستاني چارواکي وايي د دوی په خاوره کې يې جوړوي.

یکشنبه هم په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو له خوا د تورخم په بیا پرانیستلو باندې مذاکرات شوي وو چې له نتیجې پرته پای ته ورسېدل.