د لوڅو امریکايي فلمونو یوې کارکوونکې ویتني رایت افغانستان ته سفر کړی دی

ویتني رایت دوه کاله وړاندې کله چې په ایران کې د مهسا امنیي د وژنې پرضد لاریونونه پیل شوي وو، دې هېواد ته سفر کړی و

د لوڅو امریکايي فلمونو یوې کارکوونکې ویتني رایت افغانستان ته سفر کړی او پر خپل انسټاګرام يې د بامیانو د بندامیر او هرات ولایتونو د ځینو سیمو عکسونه خپاره کړي دي.

افغانستان ته د رایت دا سفر په داسې حال کې دی چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې نه یوازې د ښځو په سفر بلکې عمومي پارکونو په ځانګړې توګه بندامیر ته د ښځو پر ورتګ بندیز لګول شوی دی.

لا معلومه نه ده چې ویتني څنګه افغانستان ته داخله شوې، ځکه امریکايي وګړې له ویزې پرته افغانستان سفر کولی نشي او له دې سربیره، په امریکا کې د افغانستان هیڅ سفارت او کنسلګري فعالیت نه لري.

ویتني افغانستان ته د خپل سفر په اړه د اسوشیټډپرس پوښتنې ځواب کړي نه دي.

تراوسه طالبانو هم د ویتني د سفر په اړه څه ویلي نه دي.

ویتني رایت له دې وړاندې ایران، عراق، سوریې او لبنان ته هم سفرونه کړي وو.