په فراه ولایت کې د سیلونو له کبله د مړه شویو کسانو شمیر ۷۲ تنو ته رسیدلی دی.
د طالبانو تر واک لاندي باختر خبري اژانس پرون شنبې د (کب۱۱مه) د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې ریاست د مشر مولوي اسراییل سیار په حواله ویلي،" په وروستیو سیلابونو کې ۷۲کسان مړه شوي او ډیر مالي تاوانونه خلکو ته اوښتي دي".
د سیار په خبره، دغو سیلابونو نژدې دوه نیم زره کورونه، څه باندې پنځوس دوکانونه او نژدې ۳زره جریبه کرنیزه مځکه ویجاړه کړې ده.
بلې خوا ته، د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن د هوا پیژندنې ریاست نن د افغانستان په ۲۹ولایتونو کې د واورې او باران د اورېدو اټکل کړی دی.
د وروستیو اورښتونو له کبله د افغانستان په یو شمیر ولایتونو په ځانګړې توګه فراه، هلمند، کندهار او نیمروز کې سېلونه راوتلي چې پر ځاني تاوانونو سربیره یې، خلکو ته پراخ مالي زیانمونه اړولي دي.