د دې دروازې یوه انتظامي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د یکشنبې په ورځ د (مارچ۲مه) د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل:
"له سهار راهیسي د دواړو خواوو تر منځ د دروازې د خلاصون په اړه مذاکرات روان وو، چې بې نتیجې پای ته ورسېدل".
بله خوا، په دې دروازه کې د طالبانو کمیسار عبدالجبار حکمت د مذاکراتو د بې پایلې پای ته رسېدو پر تاییدۍ سربیره وايي، په مذاکراتو کې يې له پاکستاني لورې غوښتي چې سیاست او سوداګریزې راکړې ورکړې سره بیلې کړي، چې د لارې د بندیدو له کبله د دواړو خواوو سوداګر او عام خلک زیانمن نشي.
د فبرورۍ په ۲۱مه د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ د مورچلو د جوړولو پر سر له شخړې وروسته، د تورخم دروازه پر سوداګریزو مالونو سربیره د ناروغانو او مسافرو پر مخ هم وتړل شوه.
د دې لارې له تړل کیدو وروسته دواړو خواوو ته څه باندې ۴زره له مالونو ډکې لارۍ د اوښتو په تمه دي.
پاکستان ته د تګ په تمه ناروغان او مسافر د ننګرهار ولایت په هوټلونو کې دیره شوي او د خوارک او څښاک له نه شتونه شکایت کوي.