ټرمپ: د طالبانو له خوا د امریکايي وسلو رسم ګذشت مې غوسه کوي; طالبان بیا دا وسلې جنګي"غنیمت" بولي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند وايي، په افغانستان کې له امریکا پاته وسلې جنګي "غنیمت" دي او "ټرمپ دې د افغانستان په اړه خپل معلومات کره کړي".

ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې په هغه مرکه کې کړي چې د یکشنبې په ورځ د (مارچ۲مه) یې د طالبانو تر واک لاندي ملي راډیو تلویزیون پر خپلې ایکس پاڼه/پخواني ټویټر خپره کړې ده.

مجاهد وړاندې ویلي، "افغانستان به له امریکا د تیرو شلو کلونو د ویجاړۍ حساب وغواړي".

په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو څرګندونو کې په ځلونو ویلي چې په افغانستان کې پاته امریکايي وسلې او تجهیزات به بیرته له طالبانو واخلي.

د ټرمپ په خبره: "کله چې وینم طالبان امریکايي وسلې په رسم ګذشت کې کاروي، غوسه کیږم".

مجاهد په یاده مرکه کې دا خبره هم رد کړې ده چې ګواکې د بګرام پوځي اډه د چینایانو په واک کې ده.
ډونالډ ټرمپ د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د کابینې په لومړۍ غونډه کې ویلي وه:
"موږ غوښتل بګرام د افغانستان له خاطره نه، بلکې د چین له خاطره وساتو. ځکه دا اډه د چین د اتومي توغندیو د تولید له سیمې یوازې یو ساعت لیرې ده." ټرمپ زیاته کړې وه چې اوس د بګرام پوځي اډې کنترول له چین سره دی."

خو د مجاهد په وینا، دا اډه د دوی د ځواکونو په واک کې ده او هیڅ بهرنی سرتیری په کې نشته.