د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې پولیسو په پریس کلب باندې په چاپې سره ۱۵ تنه معترضین نیولي دي.
دغو کسانو غوښتل د ښوونځیو د استادانو د یوې ازموینې په اړه خپل شکایتونه له خبریالانو سره شریک کړي.
دغو خلکو ټینګار درلود چې د معلمۍ په ازموینه کې کامیابه شاوخوا ۹ زره کسان باید سمدستي په دندو وګمارل شي.
د راپورونو له مخې ۲۰۲۲ کال کې د پوهنې ادارې د نهو زرو استادانو د خالي بستونو د ډکولو لپاره ازموینې او مرکې ورکړې وې.
معترضین وايي چې په هغو ازموینو کې درغلۍ شوې وې او د ښوونکو خالي بستونو په لکونو روپيو بډو نااهله خلکو ته ورکړل شوي.
دکوټې پریس کلب صدر عبدالخالق رند د معترضینو بندیانول غندلي او ویلي دي چي د پولیسو دا ګام د بیان د ازادۍ په ضد اقدام دی.