اروپايي مشران په لندن کې راټولېږي او د اوکراین په اړه بحث کوي

کییف د فبروري ۲۴مه- پر اوکراین د روسیې د یرغل د دریمې کلیزې په مناسبت د کاناډا او اروپايي هېوادونو مشرانو غونډه

د اروپا مشران دوه ورځې وروسته له دې د اوکراین په اړه په یوه سرمشریزه کې راغونډیږي چې د اوکراین ولسمشر ولودویمیر زیلینسکي د واشنګټن سفر نیمګړی پریښود او ولسمشر ډونالډټرمپ دی تورن کړ چې سوله نه کوي او جګړه غواړي.

ټاکل شوې ده چې سبا د مارچ په دوهمه د لندن په سرمشریزه کې د اروپایي ټولنې او اروپا لسګونه مشران برخه واخلي. په دې غونډه کې د اکراین په اړه خبرې کیږي او د اوکراین ولسمشر ولودویمیر زیلینسکي هم ګډون پکې کوي.

زیلینسکي په دې غونډه کې وروسته تر دې برخه اخلي چې له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین له ستر تمویلونکي متحد ایالتونو سره یې اړیکي خړپړ شوې دي.

په سپینه ماڼۍ کې د جمعې په ورځ د متحد ایالتونو او اوکراین د ولسمشرانو خبرې اترې له اختلافاتو وروسته پای ته ورسیدې، زیلینسکي خبرې پرې ښودې او ټرمپ په خواله رسنیو کې ولیکل چې د اوکراین ولسمشر امریکا ته بې احترامي وکړه او کله چې د سولې لپاره چمتو شو بیا دې راشي.

په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او زیلینسکي ناندرۍ

تر غونډې وروسته د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چار وزیر مارکو روبیو څرګنده کړه چې د اوکراین مشر باید د سپينې ماڼۍ د غونډې د ګډوډولو په خاطر بخښنه وغواړي، خو د اوکرایین ولسمشر پر ایکسپاڼه لیکلي دي، مننه امریکا، مننه ستاسو له ملاتړه، مننه له دې سفره، مننه له کانګرس او د امریکا له خلکو، اوکراین یوازې سوله غواړي او د همدې لپاره هڅې کوي.

سپینه ماڼۍ، د فبروري ۲۸مه- زیلینسکي، ټرمپ او د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس

د زیلینسکي د دې خبرې په تایید د اروپايي کمېسیون او اروپايي شورا رییسانو په یوه ګډه اعلامیه کې څرګنده کړه چې دوی به له زیلینسکي سره په اوکراین کې د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره کار ته دوام ورکړي.

د اروپایي ټولنې د غړیو هیوادونو مشرانو په جلا جلا ډول هم د اوکراین د ملاتړ غږ اوچت کړی دی. د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ وویل چې هیڅوک د اوکراین تر خلکو ډير د سولې تږي نه دي او اوکراین کولی شي چې پر جرمني او اروپا تکیه وکړي.

د فرانسې ولسمشر هم د اوکراین د دریځ ننګه وکړه. ایمانویل مکرون د پرتګال د سفر پرمهال خبریالانو ته وویل چې روسیې تیری کړی او درې کاله مخکې دوی په حقه وو چې له اوکراین سره مرسته وکړي، پر روسیې بندیزونه ولګوي او دې هڅو ته ادامه ورکوي.

ایټالیا د اروپايي ټولنې او امریکا د ګډې سرمشریزې غوښتنه کړې

د اسپانیا، سویډن، هالنډ، چک جمهوریت، پولنډ او یوشمیر نورو اروپایي هیوادونو مشرانو هم په خپلو پیغامونو کې د اوکراین د خلکو او ولسمشر ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي چې د دوی ترڅنګ به وي.

د ایټالیا صدراعظمې جورجیا ملوني بیا اندیښنه ښکاره کړه او ویې ویل چې هر اختلاف لویدیځ کمزوری کوي. اغلې ملوني وړاندیز وکړ چې د امریکا د متحد ایالتونو، اروپایي هیوادونو او متحدینو ترمنځ یوې بیړنۍ سرمشریزې ته اړتیا شته.

د اوکراین ولسمشر وایي چې دی باور لري له سپینې ماڼۍ سره اړیکي بیرته عادي کیدای شي. ولودویمیر زیلینسکي فاکس نیوز ته وویل چې دی ټرمپ ته درناوی لري او ډاډه دی چې اړیکي سمیدای شي ځکه چې اوکراین "نه غواړي خپل ملګري له لاسه ورکړي."