ټرمپ او زیلنسکي نن سره ګوري

ټرمپ او زیلنسکي

ټاکل شوې چې د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي واشنګټن ته په سفر کې نن په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري. تمه ده چې دواړه ولسمشران به هغه تړون لاسلیک کړي چې متحدو ایالتونو ته د دې اجازه ورکوي چې د اوکراین کاني زیرمو ته لاسرسی ولري.

تمه کیږي چې د بحث یوه مهمه موضوع به پرهغه تړون متمرکزه وي چې متحده ایالاتو ته په اوکراین کې د معدني زیرمو په شمول د ځمکې کمیابه عناصروته د لاسرسي اجازه ورکوي.

پر دې تړون له څو اونیو راهیسې خبرې شوې او ټرمپ ویلي چې زیلینسکي به په واشنګټن کې د دې سند لاسلیک کولو ته چمتو وي.

ولسمشرټرمپ، چې څه باندې یوه میاشت وړاندې سپینې ماڼۍ ته بیرته ستون شوی له اوکراین سره د امریکا مرستې یې د دې هیواد د ځمکې نادرو زیرمو ته په لاسرسي پورې تړلې دي.

په دې اړه نور: امریکا له اوکرایین سره د پوځي مرستو په بدل کې د دې هېواد طبیعي زیرمو ته د لاسرسي حق غواړي

دغه زیرمې له اقتصادي پلوه ګټورې اوله ستراتیژیک پلوه مهمې ګڼل کیږي.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي مخکې ویلي و چې د میز پرسر خبره د یوه تړون پرچوکاټ توافق دی چې د ده په خبره یو ریښتینی تړون به وروسته تعقیب شي.

هغه ویلي چې په دغه تړون کې سوداګریزې اړیکې او مالي اړخونه یې باید په دقت سره مشخص شي.

متحده ایالات پراوکراین د روسیې د بشپړیرغل په وړاندې دفاع کې د دې هیواد مهم ملاتړی بلل کیږي او د پخواني ولسمشرجوبایډن ادارې کییف ته د ملیارډونو ډالرو وسلې او پوځي وسایل او تجهیزات ورکړې دي.

خو ولسمشر ټرمپ یوه نوې تګلاره غوره کړې او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته یې د نږدې والي هڅې د لویدیځو هیوادونو تر منځ او هم په اوکراین کې یوه ډیره ناڅرګنده فضا رامینځته کړې ده.

ولسمشر ټرمپ په دې وروستیو اونیو کې پرخپل اوکرایني سیال ډیرانتقادونه کړي، هغه یې "دیکتاتور" بللی چې د ده په خبره د جګړې له امله یې انتخابات لغوه کړي و.

داسې ښکاري چې هغه د دغې جګړې د پیلیدو ملامتي پر اوکراین اچوي.

خو ولسمشرټرمپ پرون پنجشنبې په واشنګټن کې د بریتانیا له صدراعظم کایر سټارمر سره له کتنې وروسته په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې دی له زیلینسکي سره ډیرې ښې اړیکي لري.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې ښایي دا لږڅه ستونزمنه شوې وي ځکه موږ غوښتل یوڅه ترلاسه کړولکه اروپایي هیوادونه یې چې ترلاسه کوي.

«پوهیږئ دوی خپلې پیسې چې اوکراین ته یې ورکوي بیرته ترلاسه کوي خو موږ پیسې بیرته نه ترلاسه کوو. بایډن یوه معامله کړې او هلته یې ۳۵۰ ملیارډ ډالرلګولي چې ما فکر وکړ چې دا وضعیت غیر عادلانه دی.»

اوکراین هیله من دی چې دا تړون به ټرمپ وهڅوي چې د روسیې لخوا د لاندې کړو سیمو د بیرته نیولو لپاره د کیف د هڅو ملاتړ وکړي.

دا تړون به همدارنګه وکولی شي په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو ملاتړ ترلاسه کړي چې له دې جګړه ځپلي هیواد سره نورې مرستې وکړي.