د راپورونو له مخې د پاکستان د اکوړه خټک په دارالعلوم حقانیه مدرسه کې نن د جمعې د لمانځه په مهال د بم چادونې په پیښه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.
د پولیسو په وینا په دغې چاودنه کې یوشمېر نور کسان چې د مولانا سمیع الحق زوی، مولانا حمیدالحق هم پکې دی، ټپیان شوي.
یوشمیرسرچینو لږ مخکې مشال راډیو ته تایید کړه چې حامدالحق د ټپونو له امله مړ شو.
یوشمیررسنیو د ځینو نورو سرچینو له قوله دا یوه ځانوژونکې حمله بللې او پکې د وژل شویو کسانو شمیریې لږترلږه پنځه تنه ښودلی و.
د سیمه ییزو پولیسو یوه افسر امجد محمد د جرمني خبري اژانس ته وویل چې بم چاودنه د حقانیه مدرسې د ودانۍ د انګړپه جومات کې هغه مهال وشوه چې لمونځ کونکو د جمعې لمونځ کاوه.
په سیمه کې د ژغورنې د ادارې مشر بلال فیضي دې آژآنس ته وویل چې ژغورنکو د جومات له دننه لږترلږه شل ټپیان او مړي لیږدولي دي.
هغه ویلي تراوسه موږ ته نده څرګنده چې څویې مړه او څومره نور یې ټپیان دي.
تراوسه پورې چا یا کومې ډلې د دغه برید مسولیت ندی اخیستی.
مولانا حامدالحق د خپل پلار له مړینې وروسته د دې دارالعلوم مهتمم و.