افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې؛ د مستبدو هېوادونو په ډله کې راغلی

طالب عسکر

د اکانومیسټ انټلیجنس یونټ (EIU) لخوا د ۲۰۲۴ کال د ډیموکراسۍ شاخص له مخې، افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په نړۍ کې د تر ټولو مستبد هیواد په توګه درجه بندي شوی دی.

افغانستان له لسو څخه یوازې د یوې نمرې د دریمې برخې په ترلاسه کولو سره، د ۱۶۷ هیوادونو په کتارکې وروستی یعنې ۱۶۷م ځای خپل کړی دی چې په دې توګه د پرله پسې دوهم کال لپاره افغانستان په نړیواله کچه د ترټولو لږ ډیموکراتیک هیواد په توګه خپل ځای ساتي.

دا شاخص، چې د ۱۶۷ هیوادونو د ارزونې نتیجه ده، د افغانستان، شمالي کوریا او چین ترمنځ څرګند توپیرونه په ګوته کوي. افغانستان د ډیموکراسۍ د اندازه کولو لپاره د کارول شویو پنځو مهمو شاخصونو څخه په څلورو کې ترټولو ټیټې نمرې ترلاسه کړې دي.

د هیوادونو د ډیموکراسۍ شاخص د پنځو اصلي معیارونو پراساس ارزول شوی: د ټاکنو پروسه او ټولګډونوالی، مدني آزادۍ، د حکومت چلند، سیاسي مشارکت او سیاسي فرهنګ.

د دې ادارې د راپورله مخې په ۲۰۲۱ کال کې پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې، د انتخاباتو ټولې پروسې لغوه شوي او هیڅ ډول ډیموکراتیک میکانیزمونه چې خلک وکولای شي په سیاسي پریکړو کې ګډون وکړي، نشته.

د طالبانو حکومت چې تراوسه د نړۍ هیڅ یوه هیواد په رسمیت ندی پیژندلی، یو مهم لامل یې د دې هیواد د وګړو په تیره د ښځو له اساسي بشري حقونو څخه سرغړونې او د یوه ټولګډونه حکومت نشتوالی ښودل کیږي.