امریکا له اوکرایین سره د پوځي مرستو په بدل کې د دې هېواد طبیعي زیرمو ته د لاسرسي حق غواړي

د اوکرایین کابینې د امریکا هغه هوکړه لیک ته شین څراغ ښودلی چې پر بنسټ يې د امریکا د پوځي مرستو په بدل کې دا هېواد د اوکرایین له طبیعي زیرمو ګټه پورته کولی شي.

په دې اړه د امریکا او اوکرایین ولسمشرانو خبرې اترې کړي او ابتدايي طرحه يې اماده شوې خو لا تراوسه په رسمي ډول لاسلیک شوی نه ده.

د اوکرایین کابینې په هغه بیان کې چې د پنجشنبې په ورځ د (فبروۍ ۲۷مه) يې خپور کړی ویلي، د اقتصاد وزیر یولیا سویرینکو او د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها ته يې اجازه ورکړې چې دا هوکړه لیک لاسلیک کړي.

تمه ده نن جمعه د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنیسکي پر دې هوکړه لیک د نظارت او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدو په موخه واشنګټن ته لاړ شي.

اتکل کیږي چې زلنیسکي به په دې لیدنه کې هڅه وکړي په سیاسي او پوځي برخه کې د اوکرایین لپاره د امریکا ملاتړ ترلاسه کړي.

د اوکرایین ولسمشر فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي، دا هوکړه لیک هغه سند دی چې د امریکا او اوکرایین ترمنځ به په راتلونکې کې نورو همکارو ته لار خلاصه کړي.

د هغه په ټکو، د دغه هوکړه لیک په اړه د اوکراییني او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي.