رویټرز خبري آژانس د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکوي چې متحدوایالتونو او اوکراین د هغه سند د مسودې په اړه موافقه کړې چې له کییف څخه د ملاتړ په بدل کې د اوکراین طبیعي زېرمو ته د امریکا لاسرسي ته لاره اواروي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ هڅه کوي د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه ژرترژره پای ته ورسوي. د دې سند له مسودې څخه یوې باخبره سرچینې ویلي دي چې په دې موافقه کې د امریکا له خوا اوکراین ته د هېڅ راز امنیتي تضمین یا د وسلو د دوامداره مرستې یادونه نه ده شوې. یوې بلې سرچینې ویلي دي چې په راتلونکي کې اوکراین ته د وسلو د مرستو د مسئلې په اړه لاهم د واشنګټن او کییف ترمنځ بحثونه روان دي.
واشنګټن په دې اړه توافق تراوسه رسما نه دی تایید کړی خو ټرمپ خبریالانو ته وویل چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ واشنګټن ته رسېږي او یوه ډېره لویه معامله به لاسلیک کړي.
له دې مخکې بلومبرګ راپور ورکړ چې تمه ده د اوکراین کابینه به نن چارشنبې (د فبروري ۲۶مه) د دې موافقې د لاسلیک سپارښتنه وکړي. فرانسپرس خبري آژانس د اوکراین د یوه جګپوړي چارواکي له قوله خبر ورکړی چې د دې هېواد حکومت د دې موافقې پر جزییاتو کار کوي.