طالبانو او د برتانیا حکومت په افغانستان کې د دوو برتانوي وګړو نیول تایید کړي دي

د کابل پلچرخي زندان (آرشیف)

د طالبانو چارواکو او برتانیا تایید کړې ده چې یو برتانوی وګړی او د هغه مېرمن په افغانستان کې نیول شوي دي. د برتانیا د بهرنیوچارو وزارت پرون دوشنبې په یوه بیان کې ویلي دي چې د نیول شویو کسانو له کورنیو سره همکاري کوي.

اسوشیتیدپریس خبري آژانس پرون د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزارت د ویاند عبدالمتین قانع له قوله راپور ورکړ چې ۴ کسان چې دوه یې د افغانستان د پاسپورت او تذکرو لرونکي برتانویان دي، دریم یو چینایي الاصله امریکایی او څلورم د هغه ترجمان چې د دې قضیې د حل هڅه یې کوله نیول شوي دي.

قانع د دې کسانو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي او ویلي یې دي چې د برتانوي وګړو د خلاصون په اړه غور روان دی.

سنډې ټایمز ورځپاڼې مخکې راپور ورکړی و، چې ۷۹ کلن برتانوی پیټر رینولډس او ۷۵ کلنه مېرمن یې باربي په بامیان ولایت کې نیول شوي دي. د اسوشیتیدپریس د راپور له مخې پیټر او مېرمنې یې په افغانستان کې د ریبیلډ په نوم ټولنه لرله چې سوداګرو، دولتي او نادولتي موسسو او د پوهنې ادارو ته یې تعلیمي او روزنیز پروګرامونه برابرول.

د دې برتانوي وګړو کورنۍ د خپل پلار او مور د خوشې کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دوی د طالبانو د لومړۍ واکمنې له نسکورېدو راهیسې د ۱۸کلونو لپاره په افغانستان کې اوسېدل او په تېرو دریو کلونو کې چې طالبان واکمن شوي هم هلته اوسېدل.

د طالبانو د حکومت د زندانونو د چارو ادارې د روان کال په لړم میاشت کې ویلي و، چې د افغانستان په زندانونو کې دا مهال د ګاونډیو هېوادونو د وګړو په ګډون ۱۵۰ بهرني زندانیان شته.