د امریکا بهرنیو چارو وزارت: متحدو ایالتونو ته د افغانانو د لېږد راتلونکی پلان ارزوي

د افغانانو د تخلیې بهیر ، ارشیف

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند امریکا غږ ته ویلي، دوی په دغه هېواد کې د افغانانو د بیا میشتیدنې راتلونکی پلان ارزوي.

دغه ویاند چې امریکا غږ یې نوم نه دی خپور کړی زیاته کړې چې دوی د هغه همغږي کوونکي دفتر پر راتلونکې هم فکر کوي چې امریکا ته د افغانانو د لېږلو چارې مخته وړي.

دغه چارواکي زیاته کړې چې د یاد د فتر د تړلو پریکړه تراوسه نه ده شوې.

د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي د جزیاتو له ورکولو پرته ویلي، د افغانانو د بیا میشتیدنې لپاره د دوی " دوامداره ملاتړ" پر ځای دی او په خبره یې د هغو افغانانو د میشتیدو چارو ته دوام ورکوي چې له وړاندې یې بهرنیو هېوادونو کې غوښتنلیکونه مخته تللي.

دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې تېره اونۍ رویټرز راپور ورکړ چې امریکایي چارواکو د افغانانو د بیا میشتیدو دفتر ته ویلي چې د سږکال د اپریل تر پای پورې خپلې چارې په امریکا او نورو هېوادونو کې بندې کړي.

هغه مهال اندیښنه داوه چې دا پریکړه به د شاوخوا دوه لکه هغو افغانانو ژوند متاثره کړي چې امریکا ته د تللو قضیې یې تر کار لاندې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه برښنالیک کې امریکا غږ ته ویلي، دا مهال د یوشمېر پنا غوښتونکو د قبلولو بهیر د امنیتي اندیښنو له کبله ځنډول شوی دی.