د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي د حیرتان – هرات د رېل پټلۍ د رغولو په اړه له ازبکستان سره هوکړې ته رسېدلی دی.
ملا برادر چې په دوه ورځني سفر ازبکستان ته تللی وو د یکشنبې په ورځ یې خبریالانو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکول.
ښاغلي برادر وویل د ازبکستان یو تخنیکي پلاوی د دې رېل پټلۍ د تخنیکي مطالعاتو لپاره چې لګښت یې هم ازبکستان ورکوي ژر افغانستان ته سفر کوي او د ارزونو تر بشپړېدو لس ورځې وروسته به عملي چارې پیل شي.
د حیرتان – مزارشریف ۷۵ کیلومتره رېل پټلۍ په ۲۰۱۰ کال کې د اسیايي بانک په تمویل بشپړه شوې او تجارتي اموال له منځنۍ اسیا او ازبکستانه افغانستان ته انتقالوي.
ازبکستان په ۲۰۱۸ کال کې هم لېوالتیا ښوولې وه چې د دې ۶۵۷ کیلومتره رېل پټلۍ د رغولو یوه برخه مصارف پرې کړي.
دا رېل پټلۍ به له څو ولایتونو تیریږي چې ورسره د سیمه ییز اتصال او رېلي انتقالاتو د زیاتېدو تمې کېږي.